هسپانیا ته د افغانستان سفیر غلو ژوبل کړی دی
۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سهشنبهد پولیسو یوې ویاندې ویلي دي چي برید کوونکو د افغانستان سفیر همایون رسا، د یکشنبې په ورځ ناوخته د بارسلونا ښار پر یوه سړک ټېله کړی، څو د لاس ساعت ترې غلا کړي.
د افغانستان سفیر بارسلونا ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته تللی وو. په مادريد کې د افغانستان د سفارت یوې سرچیني ویلي دي چې د سفیر پښه ټپي شوې او نور روغ دی.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په بارسلونا کې په وروستیو وختونو کې د جرمونو کچه لوړه شوې ده. دغه جرمونه په ځینو مواردو کې د بهرنیو پر ضد هم شوي دي چې د نړیوالو رسنیو په سرټکو هم بدل شوي دي.
یوازې له جولای میاشتې راهیسې په دې ښار کې اته د قتل پیښې رامنځ ته شوي دي. دا هسپانیا کې د یوه ښار له پاره ډیره لوړه شمیره ده.
په بارسلونا کې چې ۱،۶ میلیونه اوسیدونکي لري، له تیرو څلورو کلونو راهیسې د غلاو پیښې دوه برابره شوي دي.
د جون میاشتې په پای کې هم له سویلي کوریا څخه یوه ښځه چې د یوه رسمي پلاوي غړې وه، له غلو سره د مخامخیدو په پایله کې پر سره سخته ټپي شوه. د همدې میاشتې په پیل کې یو چینایي د بارسلونا د یوه کلب مخې ته په نښته کې ووژل شو.
(ms/ns (afp