هره ورځ 26000 کوچنيان مړه کيږي
۱۳۸۶ بهمن ۲, سهشنبهد يونيسف د احصايې پر اساس پر ټول پرمختګ سربيره په ټوله نړۍ کښي 26000 هغه کوچنيان چي عمرونه يې تر پنځو کلو کم وي، مړه کيږي . د کاله د 9,7 مليونو کوچنيان د مړه کيدو عمده علتونه د زيږيدو پر وخت مشکلات ، د سږو التهاب ، ملاريا ، اسهال ، شری او ايډس دي . دغه خبر نن د جرمني د کولن په ښار کښی د يونيسف د دفتر لخوا خپور سو.
د يونيسف دخبر سره سم د کوچنيانو د مړه کيدو په مقابل کي مبارزه د يوه ښه حکومت نخښه ده .
د 50 غريبو هيوادو د جملې څخه د هغو دريمي حصې د 1990 عيسوي کال څخه راهيسي وکولاي سول ، چي د کوچنيانو د مړه کيدو اندازه 40 فيصدو ته راکمه کي .
د افريقا د سيراليون په هيواد کي د هرو زرو کوچنيانو څخه 270 ، دګانا په هيواد کي 260 او په افغانستان کي د هرو زرو کوچنيانو څخه 257 مړه کیږي .
د پرمختيايی هيوادوڅخه تر ټولو لږ کوچنيان په کيوبا کي مړه کيږی ، چي هغه کوچنيان چي عمر يې لا پنځو کلو ته نه وي رسيدلی په زرو کي يوازي پنځه تنه يې مړه کيږي.
دوهم هيواد سريلانکا دی چي د زرو کوچنيانو څخه يې13 تنه مړه کيږي .په کولن کي د يونيسف وياند وويل چي د کوچنيانو د مړه کيدو په مقابل کي مبارزه يوازي د يوه هيواد په اقتصادي قدرت پوري تړلې ندي ، بلکه د يوه هيواد د حکومت په قاطعيت پوري تړلې ده ،چي دغه هدف د سياسي لاري تعقيب کي .