1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هره میاشت ۵۳۷ تنه افغان سرتیري وژل یا ټپي کیږي

مسعود جهش (DPA)۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبه

ایساف د افغان ځواکونو به مرسته یو رپوټ خپور کړی چې په کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه لوړې شمیرې خپرې شوې دي. د پلان له مخې باید دغه ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د ټولو برخو امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/16RYI
انځور: picture-alliance/dpa

د هغو شمیرو له مخې چې د ایساف ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر د میاشتې ۱۷مه نیټه) خپورې کړې دي د روان کال له پیل راهیسې هره میاشت په اوسط ډول ۵۳۷ تنو افغان سرتیرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ایساف د دغه رپوټ په حواله د ۲۰۱۲ کال له پیل راهیسې په اوسط ډول هره میاشت  ۲۹۲ تنو افغان پولیس سرتیرو ته مرگژوبله اوښتې ده. دا په داسې حال کې ده چې هره میاشت بیا په اوسط ډول د ملي اردو ۲۴۵ تنو سرتیرو ته مرگژوبله اوښتې ده.

د یوې ویپاڼې په حواله چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمیره ثبتوي د روان کال له پیل راهیسې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې ۳۶۰ تنه سرتیري له لاسه ورکړي دي. په دې ویبپاڼه کې په افغانستان کې د ټپي شوو نړیوالو ځواکونو د شمیرې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو همداراز ویلي دي چې اوس د افغان ملي اردو او پولیسو شمیره ۳۳۷۱۸۷ تنو ته رسیږي. په دې ترتیب سره نړیوالې ټولنې د کمیت له لحاظه افغان امنیتي ځواکونه ټاکل شوي هدف ته چې ۳۵۲ زره سرتیري دي نزدې کړي دي.

د دغو ځوکونو په ډله کې ۱۵۷ زره افغان پولیس او ۱۸۷ زره د افغانستان د ملي اردو ځواکونه شامل دي. په پلان کې ده چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیره به د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې ټاکل شوي هدف ته ورسیږي.

په پلان کې ده چې افغانستان به تر ۲۰۱۷ کال پورې ۸۰۰۰ هوایي ځواکونه ولري. اوس مهال د ۸۵ سلنه افغان ځواکونو د روزنې مسئولیت په خپله افغانان پر غاړه لري.

د ایساف له خوا خپرې شوې شمیرې ښيي چې د هغو کسانو له ډلې څخه چې تازه له افغان ځواکونو سره یوځای کیږي ۸۵ سلنه ئې بې سواده وي. په رپوټ کې راغلي دي چې دغو کسانو ته څلور اونۍ کوروسونه دایریږي چې تر دې کوروسو وروسته د هغوی له ډلې څخه ۹۰ سلنه ئې لیکل او لوستل زده کوي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې افغانان د ملي اردو او ملي پولیسو د سرتیرو درناوی کوي.