هرات د بریښنا په برخه کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیلوي
۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبهدا په داسې حال کې ده چې د هرات ښاریان د بریښنا له کموالي څخه شکایت لري. د دغه ولایت اوسیدونکې وایي چې د بریښنا نامنظمتوب د برقي سامان الاتو د له منځه تلو لامل شوی دی.
هرات له ترکمنستان او ایران څخه بریښنا تر لاسه کوي. که څه هم تر دې وړاندې د هرات ولایت په افغانستان کې یو له هغو ولایاتو څخه وو چې اوسیدونکي یې د بریښنا له درلودو څخه برخه مند ول خو اوس دغه ولایت په دې برخه کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د هرات د بریښنا د ادارې ریس، انجنیر محمد سرور صدیقی، د دغو ستونزو د شتون پخلی کوي او وایي چې د حل لپاره یې له افغان حکومت څخه بودجه ترلاسه کړې ده.
د هرات د ولایت د بریښنا د ادارې مشر وایي چې د ترلاسه شوو پیسو څخه په استفادې سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته غځیدلي مزي تقویه کړي. د هغه په خبره په هرات کې به همدا راز نوي ترانسفرمرونه نصب شي ترڅو د دغه ښار لپاره په کافي اندازه بریښنا شتون ولري.
تر دې مخکې هم د هرات په ولایت کې د بریښنا ځینې پروژې عملي شوي دي خو د سیمه ایزو اوسیدونکو په خبره دغو پروژو هغو ته کومه ګټه نه ده رسولي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس د هرات د ولایت د بریښنا ریس د دغه ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې تر لاسه شوې بودجه به د هغوې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه وکاروي.
دویچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش