هرات ته د پتنګانو د بې ساري مهاجرتونو لامل څه دی؟
په ورستيو ورځو کې هرات ولايت ته دومره ډیر پتنګان ورغلي دي، چې د دغه ولایت اوسیدونکي يې حيران کړي دي. د هرات اوسيدونکي په دغه لوړ ميزان د پتنګانو ورتګ، يوه نوي پديده بولي چې تر دې مخکې يې ساری نه شته.
که له يوې خوا هرات ته د ګڼ شمير رنګينو او ښايسته پتنګانو رسيدل د دغه ولايت اوسيدونکي خوښ کړي، خو په عين وخت کې اکثره کروندګر او باغداران بيا د خپلو حاصلاتو په اړه انديښمن دي. ځينو يې حتی د دغې حشرې د لمنځه وړو په موخه د درملو شيندلو ته هم مخه کړې ده.
خو د کرهڼې ادارې چارواکي دغو پتنګانو ته د يو کرهڼيز آفت په سترګه نه ګوري. دوی وايي د پيلې چينجی د ونو له پاڼو خپله تغذيه کوي او کله چې هغه په پتنګ باندې بدل شي، بيا د ګلانو او بوټو له ګرد او شاتو څخه استفاده کوي.
د هرات ولايت د کرهڼې ادارې چارواکي وايي چې تر اوسه يې په دغه ولایت کې د پتنګانو په داسې لوړ ميزان مهاجرت نه وو ليدلی. د کرهڼيزو چارو آمر بشير احمد احمدي وايي چې دغه ښايسته حشرات د کرهڼيزو ځمکو او باغونو له پاره ګواښ نه، بلکې ګټور هم دي.
د کرهڼې ادارې چارواکي وايي چې د پتنګانو عمر له يوې مياشتې لږ دی او په دغې موده کې هګۍ اچوي. چارواکي وايي د دې احتمال هم شته چې دې سره په راتلونکې کې په هرات ولايت کې د پيلې چینجې د روزلو او د وريښمو صنعت هم ډيره وده وکړي.
د هرات پوهنتون د کرهڼې پوهنځي استاد ميرويس احمدي وايي چې هرات ته راغلي پتنګان بالغ دي او دا يې د هګيو وخت دی. دغه پتنګان د «ميلک ويلد» په نوم ګياه پسې چې د دوی اصلي خوراک دی ګرځي او د نسل د بقا له پاره ېې معتدل اقليمونو ته د مهاجرتونو په حال کې وي.
دغه نارنجي او تور رنګه پتنګان «مونارخ بټرفلاي» په نامه یاديږي. ويل کيږي چې دوی د سويلي افريقا د اتيوپيا (حبشې) هیواد څخه مهاجر شوي دي، خو اصلي ټاټوبي يې امريکا، کاناډا او په سويلي امريکا کې مکسيکو دي.
د دغو پتنګانو د مهاجرتونو اصلي لامل، د دوی په اصلي ټاټوبو کې د اقليم بدلون او د مهاجرت مقصد ښودل شوی دی. د ځمکې تودوښه په ورښتونو کې د تغييراتو د رامنځ کيدو لامل واقع کيږي. هرات چې پخوا له وچکالی سره مخ وو، تير ژمی په کې ډیر ورښتونه شوي دي.
د کرهڼې ادارې چارواکي د دغو پتنګانو مهاجرت د لا سمسورتيا له پاره يو ښه زيری بولي.
د چارواکو په وينا، اوسمهال په هرات ولایت کې له ۷۰ ډوله څخه ډير پتنګان موجود دي. په دغه ولايت کې له پتنګانو تر ډيره په فارمونو کې د پيلې چينجي او د وريښمو د توليد په موخه کار اخيستل کيږي. دا احتمال هم شته چې دغه پتنګان دې له هراته بيرته مهاجرت وکړي.