هالېنډ او ارجنټاین لوبډلې نیمه پای لوبې ته ورسیدې
۱۳۹۳ تیر ۱۵, یکشنبهد فوټبال د نړیوالې اتلولي د څلورم پای لوبې دوې وروستي سیالۍ د شنبې په ورځ( د جولای په ۵ مه) ترسره شوې. په دغو لوبو کې د هالېنډ او کوستاریکا د لوبو پریکړه په پېنلټي سره وشوه. هالېنډ دغه لوبه څلور د درو په مقابل کي وگټله.
د کوستاریکا فوټبال لوبډلې د دوو ساعتونو پوري ډیره سخته دفاعي لوبه وکړه او د دغه ټیم گول کیپر« کیلر نیواس» د څو ممکنه گولونو مخه ونیوله. د دوو ساعتونو په تیریدو سربیره هم لوبه مساوي او هیڅ یوه لوبډله په گول وهلو بریالې نه شوه. بالاخره لوبه د یولس متري شوټونو يا پينلټيانو په وسیله پای ته ورسیده.
د فرانس پرس خبري آژانس(ای اف پي) په حواله په دې وخت کې د هالینډ د هیواد روزونکي ( کوچ) په یوه حیرانوونکي تبدیلي سره د خپل گول کیپر جیسپر سِلیسن پر ځای ټم کرُل واستوه. هالینډ ټیم ته دغې تبدیلۍ گټه ورسوله، ولي چي د هالینډ لوبغاړو د یولس متري شوټونو په وسیله څلور گولونه ووهل.
ارجنټاين او بيلجيم
مخکې تر دې همدا د شنبې په ورځ د یوه پر څلورم پای لوبې په ترڅ کې ارجنټاین د بلجیم سره مخامخ شو. ارجنټاین د صفر په مقابل کې په یوه گول سره د لومړي ځل له پاره وروسته تر ۱۹۹۰ کال څخه د فوټبال د نړیوالو سیالیو په نیمه پایلوبه کې ځانته ځای پيدا کړ.
د آلمان خبري آژانس په حواله د دغې بریا سربیره د ارجنټاین د ټیم روزونکي الیهاندرو زابیلا، له پاره د دغې لوبې نتیجه تر یوې اندازی مایوسه کوونکې وه. په دغه لوبه کې د هغه یو مهم لوبغاړی اینجل ډي ماریا، ټپي شو او داسې ویل کیږي چې نوموړی به په راتلونکي لوبه کې گډون ونه شي کولای.
د بلجیم پر خلاف کله چې د ارجنټاین لوبډله د لوبې ډگر ته ور ننوته نو په هم هغه پیل کې يي نیکمرغي په برخه شوه او د لوبې یوازنی گول په اتمه دقیقه کې د ارجنتاین د لوبغاړو له خوا ووهل شو.
آلمان او فرانسه
مخکې تر دې دوه څلورمې پای لوبې (کوارټرفائنل) د جمعې په ورځ ترسره شوې وې. په دغو لوبو کې آلمان فرانسې ته ماته ورکړه. آلمان به په نیمه پایلو به کې له کوربه هیواد برازیل سره مخامخ شي کوم چې د کولمبیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دې مرحلې ته رسیدلې دی. جرمني په يو پر څلورم پای لوبه کې فرانسې ته د صفر په مقابل کې په یوه گول سره ماته ورکړه. د یادونې وړ ده چې دا دیارلسم ځل دی چې د آلمان لوبډله نیمه پای لوبې ته ځان رسوي.
په یوه بل کوارټر فاينل کي برازیل له کولمبیا سره مخامخ شو. کوربه هیواد برازیل په دغه لوبه کې د دوو په مقابله په يو ګول سره و کولمبیا ته ماته ورکړه او په دې توگه نیمه پای لوبې ته يي لار وموندله.