نړۍ څرنگه نوی عیسوي کال ولمانځه
تقریبأ په ټوله نړۍ کي خلکو د نوي کال شپه په خوشالیو سره ولمانځله او په ټولو ځایونو کي اورلوبي تر سره سوې. دلته به تاسي ښکاره سي، چي د نړۍ مختلفو هیوادونو د نوي عیسوي کال شپه څه ډول ولمانځله.
د شپې ۱۲ بجو او نوی کال رارسیدو ته انتظار
تر اوسه پوري لا په هوا کي ۲۰۱۶ کال لیکل سوی نه دی. خو له هغه سره اوس لا هم باید کمرې او لايټونه کومک وکړي. پخپله د ۲۰۱۶ م کال جمله د یوه راکټ پواسطه د سټوت گارت اسمان ته پورته سوه.
د آزادۍ د علامې راښکاره کیدل
د مکسیکو ښار د آزادۍ منار (مجسمه) روښانه کیږي. د مخدره موادو د مافیا او اداري فساد سره مخامخ مکسیکو لږ تر لږه د یوه څه وخت لپاره خپلي دغه اندیښنې هیروي.
لمر د لوېدو او غروب په حال کي
د هندوستان پر جایپور باندي د تیرکال وروستيو وړانگو د رنگونو خاص ډولونه جوړ کړي دي. پخپله خلکو د هغو څخه ځانونه پټ کړي دي، شاید په دې خاطر چي په نوي کال کي انرژي او قوت راجمع کړي.
دوعظ او نصیحت تاثیرات
په جاکارتا کي هم نوي کال په ارامی سره تیر سو، لږترلږه دجاکارتا په تر ټولو لوی مسجد التین کي. معتقدینو په نوي کال کي د سولي او ارامي لپاره دعاوي وکړې .
ریوو دی ژینیرو
دغه خلگ د ریوو دی ژینیرو په ساحل کي د نوي کال شپه لمانځي. که څه هم سړی ملی مشروبه کایپیرینا- Caipirinhaنه ویني، خو سړی کولای سي اټکل یې وکړي، چي دغه خوږه مشروبه به په دغه ساعت کي ټوله چښي.
په واروره کي مخ پر کښته
د تخیلاتو ډک سویسیان: په رنگارنگ کالو ، میکیاژو او نقابونو سره سویسي بزگران د اپین څېل په سیمه کي نوی کال لمانځي. هغوی په دغه شپه اوږده مزلونه وهي ، کور په کور د خلکو سره ستړې مسي کوي او د هغوسره نوی کال لمانځي.
دروښنايي له لاري همدردي بیانول
د اېډنبورگ ماڼی کاملأ شنه ښکاریږي .سکاتلنډیان غواړي په دغه ډول نوی کال ولمانځي. ددې لاري د سوریايی کوچنیان سره ملاتړ اعلانیږي.پر سوریه باندي بمباری کیږي او د اېډنبورگ ماڼی په چپه خوله سره د ځوانو قربانیانو یادونه کوي
په هانکانگ کي خاصي اورلوبي
پټاکۍ او سورسورانکي اصلأ پخوا په چین کي کشف سوي دي. خو هلته یې اوس هغه پخوانی عادي شکل پاته ندی. په دې منځ کي لکه دلته په هانکانگ کي خاصي اورلوبي تر سره کیږي ، چي ډیره رنگارنگي پکښې وي.
بې له اورلوبو څخه د نوي کال شپې لمانځل
په بروکسل کي د نوي کال په شپه د امنیتي دلایلو له کبله اورلوبو ته اجازه نه وه ورکول سوې. خو بلجیمیان ونه بیریدل او په زرونو انسانان د بروکسل مرکزي میدان ته راوتلي وه او دغه شپه یې ولمانځل.
پاریس پر ټولو خبرو سربیره
تر پخوا زیات فرانسویان تیریدونکي کال ته نظر اچوي. اورلوبو او سورسورانکو ته اجازه نه وه ورکول سوې او د پاریس ښار په مرکز کي سخت امنیتي تدابیر نیول سوي وه. خو هلته بیا هم خلک سره راټول سوي ول او د نوي کال شپه یې د ترهگری پر ضد په چپه خوله سره ولمانځله.