نيکوليچ: د سبرنيڅا پېښه ولسوژنه نه وه
۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبهاعلان
د صربستان نوی ټاکل سوی ولسمشر تيموسلاف نيکوليچ د بوسنيا د جگړې په هکله د خپلو وروستيو څرگندونو له کبله تر تنقيد لاندي راغلی دئ. نوموړي په يوه مرکه کي ويلي دي چي د سبرنيڅا ډل وژنه په اصل کي يوه ولس وژنه نه وه.
د نوموړي په وينا يو څو صربيايانو په سبرنيڅا کي سخت جنگي جنايتونه تر سره کړي دي، خو دغه ولس وژنه نه وه. د بوسنيا او صربستان ځواکونو د ۱۹۹۵م کال د جولاې په مياشت کي په سبرنيڅا کي د ملگرو ملتونو د مهاجرو په کېمپ ننوتلي ول او هلته ئې اته زره مسلمان نارينه او هلکان وژلي ول. د پخوانۍ يوگوسلاويا لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي محکمې او په همدې ډول د ملگرو ملتونو نړیوالې محکمې دغه پېښه د ولسوژنې په توگه پېژندلې وه.