1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوې څیړنه په ښارونو کي له ډیرې گرمۍ څخه خبرداری ورکوي

۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبه

د یوې نوې څیړنې په حواله د نړۍ ستر ښارونه باید په ښکاره ډول د ډېرې تودې هوا له پاره تیاری ونیسي. له سویس څخه کارپوهان ډاډه دي چي له دغه حالت څخه به د نړۍ د ۵۲۰ سترو ښارونو په ډله کې څه نا څه ۸۰ سلنه اغیزمن سي.

https://p.dw.com/p/3Luqr
Hitze in der Großstadt
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

په زوریخ کي د سویس د فدرالي تخنیکي انستیتوت، کارپوهان ډاډه دي چي تر ۲۰۵۰م کال پورې به د اقلیم بدلون ته په کتو سره د نړۍ ستر ښارونه په بشپړه توګه له نوو ننگونو سره مخامخ سي.

په دغه څیړنه کي چي د «Plos One» په نامه امریکایي ساینسي مجله کي خپره سوې راغلي چي د ځمکې شمالي برخه به په راتلونکي کي له داسي اقلیمي شرایطو سره مخامخ وي، لکه چي همدا اوس ورسره څه د پاسه زر کیلومتره لیرې جنوبي برخه مخامخ ده.

اوړي او ژمي به د اوس په پرتله ګرم وي

سویسي کارپوهان په دقیق ډول داسي وړاندوینه کوي: د اروپا په سترو ښارونو کي به هوا د اوسني وخت په پرتله په اړوي کي په اوسط ډول ۳،۵ درجې توده وي. دا په داسې حال کي ده چي د ژمي هوا به بیا په اوسط ډول ۴،۷ درجې توده وي. په دې ډول به نو هغه وخت په لندن کی هوا دومره گرمه وي لکه نن ورځ چي په مادرید کي ده. په پاریس کی به بیا د آسترالیا د کنبیرا اقلیمی شرایط حاکم سي.

Hitze in der Großstadt
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

په ۲۰۱۵ کال کي د پاریس اقلیمي کنفرانس د مخکي تر صنعتی کیدو وخت په مقایسه یو هدف وټاکه چي له مخې یې باید د تودخې درجې لوړیدل تر دوو ټیټ وساتل سي. له همدې کبله کارپوهان د اقلیم د بدلون پر وړاندې د لا زیاتو هلو ځلو غوښتنه کوي.

د سویس د پلټنو مشر جین ـ فرانسیوز باستین، وایي چي که څه هم له څه د پاسه ۳۰ کلونو راهیسې له علمی لحاظه تفاهم رامنځته سوی چي اقلیم د بدلون په حال کی دی خو لا هم په دې برخه کی د نړۍ په سطحه عملی گامونه نه پورته کیږي.

gp/ms (afp, rtr)