1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوروز، د نامزادانو ورځ

۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبه

نامزادان د نوروز رارسیدو ته د نورو خلکو په پرتله ډیر سترگي په لار وي. ځيني ئې په دغه ورځ کولای شي چې له خپلو نامزادانو سره وویني او ځیني نور ئې بیا د نوروزي استولو له تشویش سره د دغي ورځې په انتظار کې وي.

https://p.dw.com/p/14Mpe

د نوروز په شپو وروځو کې په افغانستان کې په کوڅو او سړکونو کې ډیر وخت د دریې او ساز آواز تر غوږو کیږي. د ماهیانو، جلبیو، کالیو او د سینگار د سامانونو بازار هم ډیر تود وي. په بازار کې د ښځو ډلې له یوه پلورنځي څخه بل پلورنځي ته ننوځي او د خپلي ناوي او یا هم زوم له پاره نوروزي رانیسي.

شکیب وردک ۲۴ کاله عمر لري او شپږ میاشتي کیږي چې نامزاد شوی دئ. په راروان نوروز که هغه د لومړي ځل له پاره خپلي نامزادي ته نوروزي وړي. هغه وایي چې اوس د پخوا په څیر خلک په نوروز کې یوازي ماهي او جلبۍ نه وړي بلکې د هغه په خبره باید د هلک کورنۍ نجلی ته کالي، د سينگار سامان او ان طلا راونیسي.

هغه د خپلي مور او خویندو سره په بازار کې دئ او په لاس کې ئې درې لویې خلطي دي. د شکیب د کورنۍ سربیره له هغه سره د هغه د نامزادي د کورنۍ ځیني غړي هم موجود دي. شکیب وایي: «اوس لومړی نجلۍ پخپله او یا هم د هغې د کورنۍ یو غړی د هلک له کورنۍ سره بازار ته ځي او د نوروزي تحفي انتخابوي. وروسته بیا د هلک کورنۍ هغه د نوروز په ورځ د ماهیانو، جلبیو او شیرني سره یوځای د نجلۍ کورنۍ ته وړي.»

د نوروزي وړل د افغانستان له پخوانیو دودونو څخه دئ چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې په مختلفو بڼو لمانځل کیږي. هغه خلک چې مالي توان لري له نوروز څخه یوه ورځ مخکي او یا هم د نوروز په ورځ خپلو ناوو او زومانو ته تحفي ډالۍ کوي. هغه خلک چې بیا د ډیرو تحفو د اخیستلو مالي توان نه لري د نوروز په ورځ خپلي ناوي ته شیرني وړي او دغه ورځ په دې ترتیب سر لمانځي.

د نوروزي په تحفو کې ماهیانو، جلبۍ او نوي جامي شاملي وی. یو شمیر کسان خو بیا ان په نوروز کې طلا او نورې قیمتي تحفي یو بل ته ډالي کوي.

هیله په مزارشریف کې ژوند کوي. هغه سږ کال نامزاده شوې ده. هغه وایي چې له نوروز څخه مخکي هغه له خپل نامزاد سره یوځای ښار ته ولاړه او هلته ئې د ځان او خپل نامزاد له پاره جامي واخیستي. هیله زیاتوي چې دغه ورځ د هغې د ژوند تر ټولو ښه وخت وو.

د هیلې په خبره دا ډیره مهمه ده چې هغې له خپل نامزاد سره یوځای یو ښه کال پیل کړ. که څه هم د هیلې د نامزاد کورنۍ هغي ته ډیرې تحفي ډالۍ کړي دي خو هغه وایي چې تر ټولو ښه تحفه ئې له خپل نامزاد څخه تر لاسه کړې ده چې هغه یو سور گل وو.

د نوروز له رارسیدو سره په افغانستان کې بیا ټول نامزادان خوشحاله نه وي. یو شمیر کسان چې د نوروزي د اخیستلو توان نه لري د دې ورځي په رارسیدو سره اندیښمن شي او په دې اړه فکر کوي چې څرنگه خپلي ناوې ته د نوروز تحفي واستوي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د علومو په اکاډمي کې څیړونکی محمد نبي صلاحي، وایي چې په کلیو کې د نوروزي مراسم په کوچنۍ بڼه لمانځل کیږي. د هغه په خبره په کلیو کې خلک خپلو ناوو ته میوي وړي او په دې ورځ ساز کوي.

شکیب وایي چې اوس په افغانستان کې نوروزي خپله اصلي بڼه له لاسه ورکړي ده او خلک په دې ورځي خپلو ناوو او زومانو ته ډیرې قیمتي تحفي ډالۍ کوي. د هغه په خبره له دې دود سره هغه کسان چې مالي توان نه لري له ستونزو سره مخامخ وي.

که هر څه وي نوروز په همدو پخوانیو دودونو ښایسته ښکاري. د نوروزي وړل هم یو له هغو دودونه څخه ده. دا حتمي نه ده چې په نوروز کې باید قیمتی تحفي ناوې او یا هم زوم ته ورکړل شي، مهمه خبره دا ده چې د نوروزي په پلمه کال له خوښۍ او سازو سرود سره پیل شي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض