نواز شریف او اوباما به پر کومو موضوعاتو بحث وکړي؟
۱۳۹۴ مهر ۲۸, سهشنبهد پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي دي چې پاکستان په اتومي وسلو سمبال یو ډاډمن او خپلواک دولت دی او په وینا یې د اتومي وسلو امنیت يې بشپړ خوندي دی.
نواز شریف دغه څرگندونې متحدو ایالاتو ته د څلور ورځني سفر دمخه کړې دي. د هغه په خبره د پاکستان او متحدو ایالاتو اړیکي د ډاډ وړ او د ښه والي پر لور روانې دي.
نواز شریف دغه څرگندونې په رسنیو کې د هغو رپوټونو تر خپریدو وروسته کړې چې گنې متحد ایالات پاکستان په «نیو کلیر سپلایر گروپ» کې پر شاملولو باندي راضي شوی دی خو د دې په بدل کې به د پاکستان پر اتومي پروگرام باندې ځیني بندیزونه وضع شي.
تر دې د مخه هم د دواړو هیوادونو چارواکو د نواز شریف د سفر پر مهال د کومې احتمالي اتومي معاهدې له رامنځ ته کیدو څخه انکار کړی دی.
نواز شریف په خپلو څرگندونو کې دا هم ویلي دي چې پاکستان د یوه خپلواک او جمهوري هیواد په توگه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې ده.
په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک د نواز شریف په نوم یو خط لیکلی او پکښې یې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې نواز شریف دې د خپل سفر پر مهال د پاکستان د بې ثباته کولو د هڅې له پاره د افغانستان او هند د استخباراتي شبکو له دسیسي څخه خبر کړي.
رحمان ملک د دویچه ویله له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د دغه لیک مقصد دومره وو چې لومړی وزیر د هغو حقایقو یادونه وکړي، چې له کبله یې پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړه کې پر یوه مهم اتحادي سربیره له ستونزو سره مخامخ دی چې پکښې د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان ملي امنیت شامل دي. دا کومه پټه خبره نه ده چې په پاکستان کې د ترهگرۍ د پیښو تر شا د فضل الله لوی لاس دی، چې دا مهال په افغانستان کې پټ دی.» د هغه په خبره پاکستان باید له متحدو ایالاتو څخه د لا ډیر څه کولو غوښتنه وکړي.
له بل اړخه ځیني کارپوهان وایي چې متحدو ایالاتو ته به د نواز شریف د سفر پر مهال د افغانستان او په ځانگړې توگه له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د جاري ساتلو پر موضوع به هم بحث وشي.
خبریال او د سیاسي چارو شنونکی طاهر خان وایي: «د پاکستان دریځ له لومړۍ ورځې همدا دی چې د افغانستان د سولې خبري اترې باید ادامه ومومي چې دا وخت ځنډیدلي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان له مشرتابه سره د پاکستان اړیکي ترینگلي دي، نو یقینا چې د پاکستان لومړی وزیر به حتما د دغه څه یادونه کوي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان په هکله د پاکستان دریځ روښانه کړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک به په بلنه د اکتوبر له شلمې څخه تر درویشتمي نېټې پوري دغه هیواد ته په رسمي سفر تللی. دا متحدو ایالاتو ته د نواز شریف دوهم رسمي سفر دی.