1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

نن سه شنبه، د اگست د میاشتې ۱۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال د ۲۲۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۳۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15pCg
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۱۱م کال په همدې ورځ پاراگوې له هسپانیې څخه خپل استقلال اعلان کړ.

د ۱۹۰۰م کال په ننۍ ورځ نړیوالو ځواکونو چین ونیوه.

د ۱۹۱۷م کال په ننۍ ورځ د لومړي نړیوالې جگړې په ترڅ کې چین د المان او استریا پر ضد جگړه اعلان کړه.

د ۱۹۳۵م کال په همدغه ورځ په امریکا کې د ټولنیز ملاتړ قانون جوړ شو. تر دې دوه کاله وروسته متقاعدینو او بیکارانو ته معاشونه حواله شول.

د ۱۹۴۵م کال د اگست د میاشتې په ۱۴مه نیټه په جاپان له جگړې لاس واخیست چې له کبله ئې دویمه نړیواله جگړه پای ته ورسیده.

د ۱۹۴۷م کال په همدغه ورځ پاکستان له هندوستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه.

د ۱۹۶۸م کال په همدغه ورځ په هندوستان کې سیلابونه وشول چې له کبله ئې په اوو ورځو کې ۱۰۰۰ کسان ووژل شول.

د ۱۹۸۶م کال په همدې ورځ د لبنان په بیروت کې یوه ځانمرگي برید ۹۰ کسان ووژل.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل