نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۱۰م کال پر همدې ورځ ناپیلیون بونا پارټ له مستعمرو څخه پر وارداتو باندې مالیه وضعه کړه.
د ۱۹۴۹م کال پر نن ورځ په ایکواډور کې سختې زلزلې شاوخوا د ۶۰۰۰ کسانو ژوند واخیست.
د ۱۹۵۴م کال پر همدغه ورځ ایران او د لویدیځو هیوادونو اته شرکتونه پر دې راضي شول چې د ایران د تیلو کنگل شوی صنعت بیرته فعاله کړي.
د ۱۹۹۷م کال پر نن ورځ د کوریا د هوایي شرکت یوه مسافر وړونکي الوتکه په سخت طوفان کې د کښیناستو د هڅې پر وخت له غر سره وجنگیده. په دغه الوتکه کې ۲۵۴ تنه ناست ول او یوازې ۲۶ تنه په دغه پیښه کې ژوندي پاتې شول.
د ۲۰۰۱م کال د اگست د میاشتې پر پنځمه نیټه طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو مرستندویه ټولنې اته بهرني کارکوونکي د مسیحت د تبلیغ په تور بندیان کړل.
د ۲۰۰۲م کال پر همدغه ورځ د پاکستان په مري سیمه کې د پروتنستانو پر یوه ښوونځي باندې څلورو نقاب لرونکو کسانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې ئې شپږ تنه ووژل شوه او نور ۳ تنه ټپیان شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل