نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۷۸م کال پر همدې ورځ چین متحده ایالاتو خپل لومړی دیپلومات واستوه.
د ۱۹۲۰م کال پر نن ورځ فرانسوي ځواکونو دمشق ونیوه.
د ۱۹۳۴م کال پر همدغه ورځ د المان د وخت صدراعظم انګلبرت دولفوس، په یوه ناکامه کودتا کې ووژل شو.
د ۱۹۴۳م کال پر نن ورځ د نړیوالې دویمې جګړې پر مهال د ایټالیا د وخت ولسمشر بونیتو موسولیني، استعفأ ته اړ شو.
د ۱۹۶۳م کال د جولایي د میاشتې پر ۲۵مه نیټه متحده ایالات، روسیه او انګلستان سره یوې موافقې ته ورسیدل چې نور به د ځمکې په اتومسفیر او یا هم تر اوبو لاندې اتومې ازموینې نه تر سره کوي.
د ۱۹۷۸م کال پر همدې ورځ د نړۍ لومړی ماشوم چې د مصنوعي القأ له کبله رامنځ ته شوی وو نړۍ ته راغی.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ میکایل ګربچوف، په روسیه کې د کمونستانو ګوند ته وویل چې نور کومونیستي مفکورې عملي نه دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل