نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۵۵م کال پر همدې ورځ د بریتاینا پارلمان په استرالیا کې یو حکومت جوړ کړ.
د ۱۹۲۱م کال پر نن ورځ یونایي ځواکونو په ترکیې کې د دې هیواد ځواکونو ته ماتې ورکړه.
د ۱۹۲۵م کال پر همدغه ورځ په عراق کې لومړي ټاکل شوی پارلمان پخپل کار پیل وکړ.
د ۱۹۴۰م کال پر نن ورځ ادلف هیتلر د بریتانیې د نیولو امر ورکړ.
د ۱۹۴۵م کال د جولای د میاشتې پر ۱۶مه نیټه امریکا د مکسیکو په دښتو کې لومړۍ اتومي بم وچاوه او د یو اتومي عصر ئې پیل کړ.
د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ صدام حسین د عراق د ولسمشر په توگه د دې هیواد واک په لاس کې واخیست.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ چین او روسیې پس له پنځوسو کلونو د ملگرتیا یو تړون لاسلیک کړ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض