نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۲۲م کال پر همدې ورځ د ترکیې له خوا پر یونان باندې برید پیل شو.
د ۱۸۵۷م کال پر نن ورځ د هندوستان په گناوپور کې د هنديانو له خوا نیول شوي بریتانیايي ښځي او ماشومان ووژل شول.
د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ ایتالیا د جاپان پر ضد د جگړې اعلان کړې. دغه دواړه هیوادونه تر دې پخوا د جگړې متحدین ول.
د ۱۹۴۸م کال پر نن ورځ ولسمشر ملگرو ملتونو په فلسطین کې د اوربند اعلان وکړ.
د ۱۹۹۹م کال د جولای د میاشتې پر ۱۵مه نیټه چین اعلان وکړ چې نیوترین بم ئې جوړ کړی دئ.
د ۲۰۰۴م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو کلنیزې څیړنې وښودله چې افریقايي هیوادونه د ایدز له کبله لا د فقر په لور روانه ده. ملگرو ملتونو همداراز وویل چې په همدې حال نوره نړۍ د ډیر پرمختگ په حال کې ده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض