1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه

نن پنجشنبه، جولایي د میاشتې ۵مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۸۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۷۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15RUl
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۱۱م کال پر همدې ورځ وینزویلا هغه لومړني جنوبي امریکایي هیواد وو چې له هسپانیې څخه ئې خپلواکۍ اعلان کړه.

د ۱۸۱۲م کال پر نن ورځ بریتانیې له روسیې او سویډن سره سوله وکړه.

د ۱۹۳۲م کال پر همدې ورځ ښي اړخه سیاستوال انتونیو دي اولیورا سالزار، د پرتگال صدراعظم شو.

د ۱۹۷۷م کال پر همدغه ورځ په یوه خونړۍ کودتاه کې د پاکستان لومړی وزیر ذوالفقار علي بهټو د واکه لیرې کړای شو او پوځ د واک په گدۍ کښیناست.

د ۲۰۰۳م کال پر نن ورځ په مسکو کې دوو ځانمرگي برید کوونکو چې ښځې وې د میوزک په یوه فیستیوال کې بریدونه تر سره کړل او په پایله کې ئې ۱۴ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۵م کال د جولایې د میاشتې پر پنځمه نیټه افغان ولسمشر حامد کرزي د ائتلافي ځواکونو په یوه برید کې د ۱۷ ملکي کسانو وژل وغندل او ژر تر ژره ئې د پیښې د پلټنې امر ورکړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش