1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه

نن سه شنبه، د جولایي د میاشتې دریمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۸۵مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۸۱ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15QK1
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۴۴م کال پر همدې ورځ روسي ځواکونو له المانیانو څخه د منسک سیمه بیرته ونیوله او ۱۰۰۰۰۰ روسي څواکونه ئې اسیر ونیول.

د ۱۹۵۰م کال پر نن ورځ امریکايي او د شمالي کوریا سرتیرو له یو بل سره د لومړي ځل له پاره جگړه وکړه..

د ۱۹۶۲م کال پر همدغه ورځ الجزایر له فرانسې څخه خپله خپلواکي اعلان کړه.

د ۱۹۷۱م کال پر نن ورځ په اندونیزیا کې د لومړي ځل له پاره د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې.

د ۱۹۹۸م کال پر همدغه ورځ په کولمبیا کې یاغیانو ۱۵ ځوانې نجونې یرغمل ونیولې او د دوو انیو له پاره ئې له ځان سره وساتلې. پر دغو نجونو باندې تور لگول شوی وو چې د دولت جاسوسي کوي.

د ۲۰۰۶م کال د جولایي د میاشتې په دریمه نیټه په فلیپین کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شول. دغه وخت د هغوی په سیمه کې د اسلامپاله یاغیانو او دولت تر منځ جگړه روانه وه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل