نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۶, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۴۹م کال پر همدې ورځ د هالند ۱۷ ولسوالۍ د روم له امپراطورۍ څخه خپلواکه اعلان شوې.
د ۱۷۱۴م کال پر نن ورځ هسپانیې او هالند د اطریښت د سولي تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ په کویت کې پوځي قانون لیرې کړای شو او ۲۹ تنو ته چې پر کویت باندې ئې د عراق د برید پر وخت له هغوی سره مرسته کړې وه د مرگ سزا واورول شوه.
د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ د ملگرو ملتونو عمومي منشي بطروس بطروس غالي، صربیانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې د بوسنیا د مرکز سراجیو پر وړاندې خپل بریدونه ودروي.
د ۱۹۹۵م کال د جون د میاشتې پر ۲۶مه نیټه په ایتوپیا کې شپږو وسله والو کسانو د مصر پر ولسمشر حسني مبارک ډزې پیل کړي خو هغه له دغه برید څخه روغ رمټ ووت.
د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ د نوبل جایزې گټونکی جوز راموس هورتا د ۲۴ کاله جلا وطنې وروسته خپل پلرني ټاټوبي ختیځ تیمور ته ورستون شو.
د ۲۰۰۶م کال پر نن ورځ د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې یو ځانمرگي برید کوونکي خپل موټر د پولیسو د تالاشۍ پوستې سره وجنگاوه چې په ترڅ کې ئې پنځه سرتیري ووژل شول او نور لس تنه ټپیان شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل