نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۵۸م کال په همدی ورځ په هندوستان کې د مغلو پاچا اورنگزیب د سمگړهـ د جگړې تر گټلو وروسته خپل پلار بندي کړ.
د ۱۸۶۲م کال پر نن ورځ متحده ایالاتو د لایبیریا خپلواکي په رسمیت وپیژندله.
د ۱۹۲۴م کال پر همدغه ورځ انگلستان وویل چې دوی به سوډان پرې نه ږدي، په داسې حال کې چې مصر په مکمله توگه د سوډان څخه د انگلیسانو د وتلو غوښتنه کړې وه.
د ۱۹۴۲م کال پر نن ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې د بریتانیا هوایي ځواک د آلمان د بریمن په ښار بمباري وکړه.
د ۱۹۷۵م کال پر همدې ورځ موزمبیق، له پرتگال څخه خپلواکي واخیسته.
د ۱۹۹۰م کال پر نن ورځ زامبیا کې د دولت پر ضد لاریونونه پیل شول.
د ۱۹۹۳م کال د جون د میاشتې پر پنځه ویشتمه نیټه د ترکیې لومړۍ ښځینه صدراعظمې تانسو چیلر، ائتلافي دولت جوړ کړ.
د ۱۹۹۶م کال پر همدغه ورځ په سعودي عربستان کې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک استوگنځای ته څیرمه یوه بمي چاودنه تر سره شوه چې پکښې ۱۹ تنه امریکایا ووژل شول او نور ۲۷۰ تنه ئې ټپیان کړل.
د ۲۰۰۹م کال د جون د میاشتې پر ۲۵مه نیټه مشهور سندرغاړی مایکل جیکسن د ۵۰ کالو په عمر ومړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل