نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۱۲م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو د انگلستان پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۵۳م کال پر نن ورځ مصر د یوه ازاد هیواد په توگه اعلان شو.
د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شور بوزنیا ته د ۷۶۰۰ سرتیرو استول ومنل.
د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ ناټو او روسیه سره موافقې ته ورسیدل چې روسیه دې کوزوو ته سرتیري واستوي.
د ۲۰۰۲م کال د جون د میاشتې پو ۱۷مه نیټه یو فلسطیني ځانمرگي برید کوونکي خپل ځان وچاوه او ۱۹ اسرائیلیان ئې ووژل.
د ۲۰۰۶م کال پر همدې ورځ قزاقستان خپل لومړۍ سټلایت فضا ته واستوه.
د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي دا خبره ومنله چې افغان حکومت او امریکا له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض