نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۶۲م کال پر همدې ورځ ترکي ځواکونو په بیلگیراد بمباري وکړه.
د ۱۹۷۰م کال پر نن ورځ په ترکیه کې د سختو لاریونونو وروسته پوځي قانون نافذ کړای شو.
د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ د کویت یو پوځي محکمې د ورځپاڼې شپږ تنه کارکوونکي د کویت د اشغال پر وخت د عراقي رسنیو له پاره د لیکلو پر تور د اعدام په سزا محکوم کړل.
د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ د بوسنیا د گورازده، ښار د صربیانو له خوا تر سختارې بمبارې لاندې ونیول شو.
د ۱۹۹۵م کال د جون د میاشتې پر پنځلسمه نیټه د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په بوسنیا کې د پوځي ځواکونو د شمیر د زیاتولو په حق کې رایې ورکړه. دغه شمیر ۱۲۵۰۰ تنو ته لوړ کړای شو.
د ۱۹۹۶م کال پر همدغه ورځ د انگلستان په مانچسټر ښار کې د موټر د بمي چاودنې له امله شاوخوا ۲۰۰ تنه ټپیان شول.
د ۲۰۰۳م کال پر همدې ورځ په مکه کې د القاعدې پنځه تنه شکمن غړي او دوه تنه پولیس د شپې په نښته کې ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش