نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۴۰م کال پر همدې ورځ الماني سرتیرو پاریس ونیوه.
د ۱۹۴۱م کال پر نن ورځ د امریکا د وخت ولسمشر امر وکړ چې په دې هیواد کې دې د بریتانیا او فرانسې شتمنۍ کنگل شي.
د ۱۹۵۱م کال پر همدغه ورځ متحده ایالاتو ومنله چې یونان ته به د اټومي وسلو په اړه معلومات ورکړي.
د ۱۹۶۲م کال پر نن ورځ په پاریس کې د اروپا فضايي اداره پرانیستل شوه.
۱۹۹۵م کال پر همدغه ورځ چیچینې یاغیانو دولتي ودانۍ ونیلې او شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ئې یرغمل ونیول. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹۵ کسان ووژل شول.
د ۲۰۰۲م کال د جون د میاشتې پر ۱۴مه نیټه په کراچۍ د متحده ایالاتو د کنسلگری مخې ته یوه چاودنه وشوه چې په پایله کې ئې ۱۲ کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش