نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۸۸م کال پر همدې ورځ انگلستان د غلامانو پلورل غیر قانوني اعلان کړل.
د ۱۹۱۴م کال پر نن ورځ په امریکا کې د مور ورځ اعلان شوه.
د ۱۹۶۰م کال پر همدغه ورځ د امریکا متحده ایالاتو د خوراکي توکو او درملو ادارې د ولادتونو د کنترول د درمل خوړل مجاز اعلان کړل.
د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ په جنوبي کوریا کې د ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰۰ مظاهره کوونکي سړکونو ته راووتل او د هغه وخت د ولسمشر د استعفا غوښتونکي شول.
د ۱۹۹۹م کال د مې د میاشتې پر نهمه نیټه ناټو د یوگوسلاوې پر پوځیانو باندې نوي بریدونه بیل کړل.
د ۲۰۰۱ کال پر همدغه ورځ په ایران کې د کیوبا مشر فیدل کاسترو ته ډیر تود ښه راغلاست وویل شو. کاسترو په دغه هیواد کې وویل چې امریکا د امپرالیزم پاچا ده او ډیر ژر به لکه د ایران د شاهي نظام په څیر له منځه ولاړه شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل