نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۵۲م کال پر همدې ورځ د ډنمارک د بشپړ ملي حاکمیت ضمانت د لندن په تړون کې ورکړل شو، چې پکښې بریتانیې، فرانسې، روسیې، پروسیا، اطریش او سویډن گډون کړی وو.
د ۱۸۸۶م کال پر نن ورځ لومړنۍ کوکاکولا، چې د ډاکټر جون پيمبرتون، اختراع وه، د اتلانتا د جورجیا د یاکوبز فارمیسې کې وپلورل شوه.
د ۱۸۹۷م کال پر همدغه ورځ یونان له لویو قدرتونو څخه وغوښتل چې د ترکیې او یونان په جگړه کې مداخله وکړي.
د ۱۹۱۶م کال پر نن ورځ په لومړنۍ نړیواله جگړه کې د استرالیا او نیوزیلنډ ځواکونه فرانسې ته ورسیدل.
د ۱۹۴۵م کال د مې د میاشتې پر اتمه نیټه الماني ځواکونه روسیې ته تسلیم شول او په اروپا کې دویمه نړایوله جگړه پای ته ورسیده.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ شاوخوا ۱۰۰ زره تایلنډیانو د پوځ له امر څخه سرغړونه وکړه او په بنکاک کې ئې د دولت پر ضد لاریون تر سره وکړ.
د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ په بلگراد کې ناټو په غلطې سره د چین پر سفارت بمباري وکړه چې پکښې درې تنه خبریالان ووژل شول.
د ۲۰۱۰م کال د مې د میاشتې پر اتمه نیټه پاکستان د لیرې واټن ویشتونکي توغنديو کامیابه ازموینه تر سره کړه. دغه توغندو له ځانه سره د اتومي سرگولولو د لیږد توان هم درلود.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل