نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۷۰م کال پر همدې ورځ ترکیې له ونیز سره د قبرس د تسلیمولو د غوښتنې نه منلو وروسته د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۶۴۶م کال پر نن ورځ بریتانوي ځواکونه سکاټلنډ ته تسلیم شول.
د ۱۹۳۶م کال پر همدغه ورځ ایټالوي ځواکونو ادیسه بابا ونیوه.
د ۱۹۵۵م کال پر نن ورځ متحدینو د المان فدرال جمهوریت او د ختیځ المان ملي حاکمیت ومانه او د ناټو غړي شول.
د ۱۹۶۳م کال د مې د میاشتې پر پنځمه نیټه د الجیریا د بهرنیو چارو وزیر په یوه تروریستي برید کې تر ټپي کیدو درې اونۍ وروسته ومړ.
د ۱۹۶۵م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو سترې پوځي قطعې ویتنام ته ورسیدې.
د ۱۹۹۶م کال پر همدغه ورځ په لیبیریا کې د کورنۍ جگړۍ له امله ډیری خلک د دغه هیواد له پلازمینې څخه وکوچیدل.
د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ د کینیا یوه بوینگ مسافر وړونکي الوتکه د پلازمینې نایروبي څخه تر پرواز لږ څه وروسته رانسکوره شوه او پکښې سپاره ټول ۱۱۴ کسان ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش