1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

نن د سه شنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۱۷مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۰۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۸ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14f3q
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۳۹م کال پر همدې ورځ گواتامالا په یو جمهوري هیواد تبدیل شو.

د ۱۹۴۵م کال پر نن ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې امریکایي ځواکونو د دریسدن ښار بمباري کړ.

د ۱۹۸۲م کال پر همدغه ورځ متحده ایالاتو د اتومي بم یوه ازموینه تر سره کړه.

د ۱۹۸۶م کال پر نن ورځ د هالند او سیلي د جزیرو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. (د ۱۶۵۱م کال جگړه)

د ۱۹۸۷م کال د اپریل د میاشتې پر ۱۷مه نیټه پخواني شوروي اتحاد د قزاقستان په ختیځه برخه کې د اتومي بم ازموینه تر سره کړه.

د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ په هند کې په یوه اورگاډي کې د گاز د چاودنې له امله ۸۰ تنه ووژل شول.

د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ په متحده ایالاتو کې گرد بادونو د ۳۰ څخه زیات کسان ووژل.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل