1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۹مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال سلمه ورځ ده. د کال پای ته ۲۶۸ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14Zkb
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۰۹م کال پر همدې ورځ هسپانیې له هالنډ سره د ۹ کالو ډزبندي لاسلیک کړه.

د ۱۹۴۰م کال پر نن ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې الماني پوځونو پر ناروې او ډنمارک باندې برید وکړ.

د ۱۹۶۳م کال پر همدغه ورځ د انگلستان لومړي وزیر وینسټن چرچل، ته په افتخاري ډول د امریکا تابعیت ورکړل شو.

د ۱۹۸۸م کال د اپریل د میاشتې پر نهمه نیټه د چین ملي کنگري لي پینگ، د لومړي وزیر په توگه ونوماوه.

د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د عراق او کویت پر پوله ۱۴۴۰ سوله ساتي ځواکونه د پولې د څارلو له پاره په دنده وگمارل.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ سالي باریشا، د البانیا د ولسمشر په توگه وټاکل شو. هغه له دویمې نړیوالې جگړې یعنې د څلویښتو کلونو وروسته لومړی غیر کمونستي ولسمشر وو.

د ۱۹۹۹م کال د اپریل د میاشتې پر نهمه نیټه د نایجیر ولسمشر ابراهیم باري مایناسارا، د خپل ځانگړي گارد د قطعې له خوا ترور شو. دوه ورځې وروسته د دغه قطعې مشر ځان د ولسمشر په توگه اعلان کړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل