نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۲۳م کال پر همدې ورځ فرانسوي ځواکونه د بایدوسوا، له سیند څخه تیر شول چې په هسپانیه کې لبرالیزم وځپي.
د ۱۸۹۷م کال پر نن ورځ د زنگبار پاچا پر غلامی بندیز ولگاوه.
د ۱۹۱۷م کال پر همدغه ورځ د امریکا متحده ایالاتو له المان سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۴۱م کال پر همدې ورځ المان، یونان، ولکه کړ او بیلگراد ئې بمبار کړ.
د ۱۹۹۰م کال پر نن ورځ په نیپال کې د دموکراسې د پلویانو پر یو لاریون باندې پولیسو ډزې وکړي چې په ترڅ کې ئې ۱۵ تنه ووژل شول.
د ۱۹۹۱م کال د اپریل د میاشتې پر ۶مه نیټه عراق په خلیج کې د جگړې د ختمولو له پاره د ملگرو ملتونه شرطونه په بې میلې سره ومنل.
د ۱۹۹۲م کال پر همدې ورځ اروپایي ټولنې بوزنیا د یوه آزاد هیواد په حیث وپیژنده.
د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ د روانډا ولسمشر د الوتکې د رالویدو په پیښه کې ووژل شو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش