نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۰۱م کال پر همدې ورځ د روسیې مشر پاول اول، ترور شو او الکساندر اول د هغه ځای ناستې شو.
د ۱۸۴۸م کال پر نن ورځ د کډوالو لومړنې منظمه ډله نیو زیلند ته ورسیده.
د ۱۹۱۸م کال پر همدغه ورځ لیتوانیې د خپلواکۍ اعلان وکړ.
د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې په ۲۳مه نیټه پاکستان د انگلستان په مشترک المنافع ټولنې کې د آزاد جمهوریت په توگه وپیژندل شو.
د ۱۹۷۸م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو د سنا مجلس د تقاعدې عمر ۷۰ کلونه وټاکه.
د ۱۹۹۸م کال پر نن ورځ د روسیې ولسمشر بورس یلسن لومړی وزیر سره د ټولې کابینې برطرفه کړ.
د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ یو وسله وال تن د پراگوایي د ولسمشر په موټر ډزې وکړې چې په ترڅ کې ئې هغه ووژل شو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش