نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۹۰م کال پر همدغه ورځ د فرانسې پاچا لویس څوارلسم، ایرلنډ ته خپل ځواکونه ولیږل چې د پاچا جیمز دویم، له پاره وجنگیږي.
د ۱۷۹۲م کال پر همدې ورځ د سویډن پاچا په ستوکلهوم، کې ووژل شو.
د ۱۹۰۶م کال پر نن ورځ په جاپان کې اورگاډي عامه گټې اخیستنې ته وړاندې شول.
د ۱۹۲۲م کال د مارچ د میاشتې پر ۱۶مه نیټه انگلستان د مصر پاچاهي د فواد اول، تر مشرې لاندې په رسمیت وپیژنده.
د ۱۹۷۸م کال پر همدې ورځ د ایټالیې سیاستوال الدو اومورو، د کیڼ اړخه ښاري چریکانو له خوا وتښتول شو او بیا وروسته ئې وواژه.
د ۱۹۸۵م کال پر نن ورځ په بیروت کې د اشوشیتد پرس امریکایي ژورنالست تیرې اندریسن، د وسله والو له خوا وتښتول شو او د ۷ کاله بند وروسته بیا آزاد کړای شو.
د ۱۹۹۳ کال د مارچ د میاشتې پر ۱۶مه نیټه د هندوستان په کلکته کې یوې بمې چاودنې ۶۹ تنه ووژل.
د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ د اروپایي ټولنې د هیئت ټولو لوړ پوړو غړو د درغلیو د تورونو تر پورې کیدو وروسته د خپلو دندو څخه استعفا وکړه.
د ۲۰۰۳م کال پر نن ورځ په متحده ایالاتو کې د جگړې پر ضد لاریونونه تر سره شول او لاریون کوونکو د سولې څخه خپل ملاتړ څرگند کړ. د اټکلونو له مخې یواځې په شیکاگو کې ۱۰ زرو تنو په دغه لاریون کې برخه اخیستې وه.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش