نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۸۲م کال پر همدې ورځ هسپانوي ځواکونو د بریتانوي ځواکونو څخه د مینورکا جزیره ونیوله.
د ۱۹۵۸م کال پر نن ورځ جمال عبدالناصر په رسمي توگه د نوي متحد عربي جمهوریت مشرتابه ته ونومول شو. په دغه اتحاد کې مصر او سوریه شامل وو.
د ۱۹۷۱م کال پر همدغه ورځ د امریکا متحده ایالاتو ۱۴ ستورمزلي سپوږمۍ ته ورسیدل.
د ۱۹۷۶م کال د فبروري پر پنځمه په گواتامالا کې یوې زورورې زلزلې د ۲۳ زرو انسانانو ژوند واخیست.
د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ په سرایوو کې د گڼې گوڼي په یوه ځای کې د یوې هوان مرمې د لگیدو له امله ۶۸ تنه ووژل شول.
د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ د جنوبي افریقا ۸۰ کلن ولسمشر، نیلسن منډیلا پارلمان ته خپله وروستې وینا واوروله.
د ۲۰۰۵م کال پر همدغه ورځ د ناټو څرخي الوتکې د کابل په ختیځ کې د یوه افغاني شرکت د رالویدلې مسافر وړونکي الوتکې څرک ولگاوه. په دغه الوتکه کې ۱۰۴ تنه مسافر سپاره ول.
د ۲۰۱۱م کال د فبروري په پنځمه نیټه د عراق د لومړي وزیر، نوري المالکي یو مشاور وویل چې لومړی وزیر به د دریم ځل له پاره ځان کاندید نه کړي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل