نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۲, چهارشنبه
په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۹۳۶م کال پر ننې ورځ د تایمز د مجلې لومړنۍ بڼه له چاپه ووتله.
د ۱۹۴۳م کال پر همدغه ورځ متحده ایالاتو د جاپان ځواکونو ته په دوهمې نړیوالې جګړې کې ماتې ورکړه.
د ۱۹۷۱م کال د نومبر د میاشتې په ۲۳ نیټه چېن د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دایمې څوکۍ تر لاسه کړه.
د ۱۹۸۰م کال پر همدې ورځ په ایتالیا کې یوې زلزلې ۲۵۷۰ کسان ووژل او ۳۰۰۰۰ نور یې بې کوره کړل.
د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ په اروپا کې سړې هوا ۳۴ کسان ووژل او د فرانسې پوځ یې دې ته مجبور کړ چې د بې ځای شوو کسانو سره مرستې پیل کړي.
د ۱۹۹۶م کال پر نن ورځ یوه ایتوپیایې الوتکه چې د ځینو کسانو لخوا یرغمل نیول شوي وو د تیلو د ختمیدو له کبله وغوځیده چې په کې ۱۷۵ کسان ووژل شول.
د ۲۰۰۳م کال پر همدغه ورځ د پیاوړو لاریونونو وروسته د جورجستان ولسمشر د خپل مقام څخه استعفا وکړه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل