نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۹۱۸م کال پر همدغه ورځ د آلمان امپراتور، دویم ویلیم، له قدرت څخه کوښه کړای شو او آلمان جمهوریت اعلان شو.
د ۱۹۳۸م کال پر ننې ورځ نازیان سړکونو ته راووتل او د یهودانو کورونه، د عبادت ځایونه او دکانونه یې ویجاړ کړل. دغه ورځ په تاریخ کې د ماتو ښیښو په ورځ یادیږي.
د ۱۹۶۳م کال پر همدې ورځ په جاپان کې دوه پیښو ډیری کسان ووژل. په لومړۍ پیښې کې د ذغالو په یوه معدن کې ۴۵۰ کسان ووژل شول او په دویمه پیښه کې د اورګاډې د ټکر له وجې ۱۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۱۹۷۷م کال د نومبر د میاشتې په ۹مه نیټه اسراییلي جنګي الوتکو پر لبنان برید وکړ. د برید وروسته لبناني چارواکو وویل چې د دغه برید له کبله ۶۰ کسان وژل شوي ول.
د ۱۹۸۷م کال پر همدې ورځ په سريلنکا کې د بم د چاودني له امله ۳۲ کسان ووژل شول او ۱۰۵ نور ټپیان شول.
د ۱۹۹۰م کال پر ننې ورځ د نیپال نوی اساسي قانون جوړ کړ.
د ۱۹۹۲م کال د نومبر د میاشتې په ۹ نیټه په آلمان کې څه نا څه ۱۰۰۰۰۰ کسانو د ماتو ښیښو د کلیزې په مناسبت لاریون تر سره کړ.
د ۲۰۰۱م کال پر ننې ورځ طالبانو په کابل کې د جګړې لومړۍ کرښه د ۱۰۰۰ اضافي سرتیرو په استولو سره پیاوړې کړه. په دغه وخت کې د طالبانو په وړاندې شمالي ټلوالې د متحده ایالاتو د هوایي ملاتړ په درلودو سره پر جګړه کوله.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل