1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کي

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

نن د شنبې ورځ د فبرورۍ د میاشتې یوولسمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۴۲ ورځ ده. د کال پای ته ۳۲۴ ورځي پاته دي.

https://p.dw.com/p/141xi
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۲۵۴م کال پر همدې ورځ د انگلستان د پارلمان لمړنۍ غونډه تر سره شوه.

د ۱۵۳۱م کال پر نن ورځ پاچا هینري اتم، د انگلستان د کلیساگانو د عمومي مشر په توگه ومنل شو.

د ۱۷۹۸م کال پر همدې ورځ فرانسوي ځواکونو روم ونیوه.

د ۱۹۴۴م کال د فبروري پر یوولسمه نیټه په دوهمه نړیواله جگړه کې د امریکا متحده ایالاتو الوتکو د مارشال په جزیره کې پر جاپاني مورچولو سخته بمباري وکړه.

د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ په دوهمه نړیواله جگړه کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلین دلانو روزولت، د انگلستان لومړي وزیر وینسټون چرچل او د روسیې مشر جوزف سټالین، د یلټا توافقنامه لاسلیک کړه.

د ۱۹۵۶م کال پر نن ورځ په مالټا هیواد کې د یوې ټولپوښتنې وروسته خلک د انگلستان سره د ادغام په حق کې وو.

د ۱۹۶۸م کال پر همدې ورځ په جنوبي ویتنام کې کمونیستي ځواکونو۳۰۰ تنه ملکي وگړي اعدام کړل او په یو ډله ییز قبر کې ئې ښځ کړل.

د ۱۹۷۵م کال د فبروري پر یوولسمه نیټه مارگریټ تیچر د انگلستان د پارلمان لمړنۍ ښځینه مشره شوه.

د ۱۹۹۳م کال پر همدې ورځ یو سومالیایې د لوفتانزا د هوایي شرکت یوه الوتکه وتښتوله او پیلوټ ته ئې په نیویارک کې د ښکته کیدو وویل. په دغه الوتکه کې ۱۰۴ تنه مسافر سپاره ول. نوموړی تن په سوله ییزه توگه تسلیم شول او ټول برمته شوي مسافر روغ رمټ آزاد کړای شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش