نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۲۵, دوشنبهپه تاريخ کې د نن ورځې مهمې پيښې:
د ۱۹۱۲ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۷ نېټه ترکيې د بلغاريې سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۱۳ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ صربستان پر البانيا بريد وکړ.
د ۱۹۱۸ميلادي کال په همدغه ورځ په رسمي توګه د يوګوسلاويا د جمهوريت بنسټ کيښودل شو.
د ۱۹۳۳ميلادي کال په دغه ورځ، البرټ آينشټان د آلمان د نازيانو له لاسه د امريکا متحده ايالاتو ته مهاجر سو.
د ۱۹۵۳ميلادي کال د اکتوبر په ۱۷مه، فرانسې پر دې هوکړه وکړه چي د اتريش د ټولو ولکه سويو سيمو څخه به خپل پوځيان باسي.
د ۱۹۵۷ميلادي کال په دغه ورځ فرانسوي ليکوال، البرکامو، ته د ادبياتو په برخه کي د نوبل جايزه ورکړل شوه.
د ۱۹۷۷ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ، د ختيځ آلمان کوماندويانو د سوماليې په موگاديشو کي د لوفتانزا پر يرغمل سوي الوتکي هجوم وروړ او ټول ۸۶تنه برمته سوي يې راخلاص کړل.
د ۱۹۷۹ميلادي کال د اکتوبر پر ۱۷مه نيټه، مادرټريسا ته د هندوستان په کلکته کي د غريبانانو سره د درو لسيزو مرستو وروسته د نوبل جايزه ورکړل سوه.
د ۱۹۹۸ميلادي کال په دغه ورځ، د نايجريا په هيواد کي د تيلو په يو نل کې هغه وخت چاودنه وسوه، چې د يو کلي اوسيدونکي د هغې څخه د تيلو د را ايستلو هڅه کوله، چي په ترڅ کي يې لږ تر لږه ۷۰۰تنه ووژل سول.
د ۱۹۹۹ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۷ نېټه د پاکستان پوځي ديکتاتور پرويزمشرف د هندوستان سره د ګډې پولي څخه د پاکستاني پوځ په شمير کي د راکمېدو اعلان وکړ.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي:نجيب الله زيارمل