نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۹۱۶ميلادي کال په همدي ورځ مارګریټ سانګر د نیویارک په ښار کي د زوکړي د کنترول لومړنی کلینيک پرانیست.
د ۱۹۴۹ميلادي کال د اکتوبر پر شپاړسمه نیټه د ختیځ آلمان نوي دموکراتیک دولت په رسمي توګه د پخواني شوروي اتحاد سره ډيپلوماتیکي اړیکي ټینګي کړې.
د ۱۹۵۷ميلادي کال په ننۍ ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان فوستر ډیلیس، پخواني شوروي اتحاد ته خبرداری ورکړ، چي که چیري دوی پر ترکيې برید وکړ نو د امریکا د متحده ایالاتو له لوري به د پوځي برید سره مخامخ سي.
د ۱۹۶۲ميلادي کال په دغه ورځ په کیوبا کي د میزایلو پر سر شخړه هغه وخت راپورته سوه، کله چي د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر په دې خبر سو، چي کشفي انځورونو په کیوبا کي د روسيې د میزایلو د اډې شتون په ګوته کړی.
د ۱۹۶۴م کال د اکتوبر پر ۱۶مه چین خپل لومړی اتومي ازموينه وکړه.
د ۱۹۷۰ميلادي کال په ننې ورځ ، انور سادات، د مصر د ولسمشر په توګه وټاکل سو. تر هغه د مخه جمال عبدالناصر د مصر ولسمشري پر غړه لرله.
د ۱۹۸۷ميلادي کال پر همدغه ورځ د ټیکساس په میډلنډ ښار کي ژغورونکو تر ۵۸ساعتونو وروسته یوه ۱۸میاشتنې ماشومه چي په کوهي لویدلې وه وژغورله.
د ۱۹۹۲م کال پر همدي ورځ د ګویتامالا اصلي اوسیدونکي ریګوبیرتا مینچو، د سولې د نوبل جایزې د ګټونکي په توګه اعلان سو.
د ۱۹۹۴م کال د اکتوبر په ۱۶مه نیټه په آلمان کي د هیلموت کول په مشري دولت په انتخاباتو کي بریالی سو.
د ۲۰۰۶م کال په ننې ورځ تامل پړانګانو په سري لنکا کې د پوځیانو د کتار سره یو سرویس موټر، چي چاودیدونکي توکي پکښي ځای پر ځای سوي ول وجنګاوه چې په ترڅ کې یې ۹۳تنه سرتیري ووژل سول.
اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل