نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۸۹۹ کال په دغه ورځ د برتانيې او وينزويلا ترمنځ د سرحد پر سر د راپورته سوي لانجې پر سر جوړ جاړی.
د ۱۹۳۲ کال د اکتوبر د مياشتي پر دريمه عراق د ملګرو ملتونو غړی هيواد سو.
د ۱۹۴۱ ميلادي کال د اکتوبر پر دريمه آدولف هيټلر، اعلان وکړی، چي روسيې ته ماته ورکړل سوه او بيا به هيڅکله سر راپورته نه سي کړای.
د ۱۹۴۴ کال په دغه ورځ انګلستان د آستراليا په سواحلو کي د لومړي ځل لپاره د اتوم بم ازموينه تر سره کړه.
د ۱۹۵۴ ميلادي کال د اکتوبر پر دريمه د لويديځي اروپا د ۷ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، امريکا او کاناډا پر دې هوکړه وکړه، چي آلمان د ناټو غړيتوب تر لاسه کړي.
د ۱۹۷۷ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ د هندوستان پخوانۍ لومړۍ وزيره، اندراګاندهي، د درغليو په دوو تورونو کي د ښکيلتيا له امله په خپل دفتر کي ونيول سوه. خو يوه ورځ وروسته بيا بيرته خوشي سوه.
د ۱۹۹۰ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر دريمه نېټه ختيځ او لويديځ المان سره يو ځايي سول.
د ۲۰۰۳ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر دريمه نېټه، پاکستان د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو ليږدونکی توغندی( حتف ۳) کاميابه ازموينه تر سره کړه.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل