نن به تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۶۴۸م کال پر همدې ورځ فرانسوي ځواکونو په ایتالیا کې د تورتوسا سیمه ونیوله.
د ۱۸۲۲م کال پر نن ورځ یوناني ځوکونو په دې هیواد کې ترکیې ته ماتې ورکړه.
د ۱۹۸۶م کال پر همدغه ورځ د هندوستان په ګجرات ایالت کې دوه تنه مسلمانان د هندوانو له خوا په یوه روغتون کې ژوندي وسوځول شول.
د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ ولسمشر بوش اعلان وکړ چې متحده ایالات به نور د اتومي وسلو د تولید په موخه یورانیم تولید نه کړي.
د ۱۹۹۸م کال د جولای د میاشتې پر ۱۳مه نیټه د جاپان د وخت د بهرنیو چارو وزیر له خپلې دندې استعفأ وکړه.
د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ په کشمیر کې د یاغیانو د یوه برید په پایله کې ۲۹ کسان ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم