ننگرهار: هوايي برید دیرش تنه وژلي او ګڼ شمیر ټپیان دي
۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبهد ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جنغوزیو پر کاریګرو هوايي برید کړی، چې پکې ۳۰ کاریګر وژل شوي او ۴۰ تنه نور ژوبل دي. د ننګرهاي د ځايي چارواکو په حواله د بهرنیو ځواکونو په دې هوايي برید کې د پکتیا، خوست، کونړ او خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي شامل دي.
دغه برید د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې د جنغوزیو او نښترو په ځنګل کې شوی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی خو وايي په دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره کړي.
د جنغوزیو سوداګر او د دغو وژل شویو او ټپيانو کاریګرو مشر حمید، چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی وايي چې بېګاه شپه شاوخوا دوه بجې یې پر کاریګرو هوايي برید شوی؛ له ۱۵۰ کسانو یې ایله اته کسه ژوندي راوتلي او د نورو د ژوند او مرګ په هکله لا هم معلومات په لاس کې نه شته.
نوموړی وايي چې د وزیرو د جنغوزیو ځنګل یې د سیمې له خلکو په پیسو اخستی و او دا چې امنیتي ادارې او آن بهرنیان پرې خبر وو. د نوموړي په خبره په دې سیمه کې دوی له هېڅ وسله والې ډلې سره اړیکې نه لري او دا چې کارګرو یې یوازې خپل کار یې کاوه.
بل لوري ته د ننګرهار امنیتي چارواکي بیا د مرګ ژوبلې په هکله نورې شمیرې وړاندې کوي. د ننګرهار د پولیسو ویاند مبارز اتل، د خوږیاڼو په پېښه کې د ۱۵ ملکیانو وژل کېدل او د شپږو تنو نور د ټپي کیدو پخلی کوي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشر ملک راحت، هم وايي چې بېګانۍ پېښه کې د جنغوزیو شاوخوا ۷۰ کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو زیاتوي چې ښايي دا شمېرې تغیر وکړي. له دغې پېښې تر اوسه پورې اته ټپیان د خوږیاڼو او څلور د وزیرو روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.
د ننګرهار ولایت د وزیرو په سیمه کې غرنۍ او ځنګلي سیمې تر ډېره د داعش ډلې تر ولکې لاندې دي. په دې سیمه کې وخت ناوخت حکومتي او بهرني ځواکونه هوايي او ځمکني عملیات کوي، چې بیا ترې د داعش ډلې د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.
امید دیدار، ننګرهار