ننگرهار:په يوه چاودنه کي ملکيان ټپي سوي په بله پېښه کي مارکېټ اور اخستی
۱۳۸۹ تیر ۶, یکشنبهامنیتي چارواکي دپيښي پخلی کوي او زیاتوي چي په دغه چاودنه کې پولیسو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
چاودنه سهار اته بجې دچپلیار ولسوالۍ اړوند په ماڼو سیمه کي هغه مهال رامنځته سوې کله چې له دغې سیمې څخه دسرحدی پولیسو موټر دتېرېدو په حال کې.
دپچیر اګام ولسوال حاجي همیشه ګل دپيښي په اړه وویل چي په دغه چاودنه کي پنځه تنه ولسي وګړي ټپیان سوي خو پولیسو ته پکښي مرګ ژوبله نده رسیدلې
چپلیار دننګرهار ولایت هغه ولسوالي ده چي ډیری وخت ترې دورته چاودنو او بریدونو خبرونه راځی. تردې وړاندې هم په دغه سیمه کي دغه ډول چاودنې سوي، چي خلکو ته پکښي مرګ ژوبلي اوښتي.
د يو بل خبر د مخه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کي د تيري شپې اور له امله دونيم ميلونه افغانۍ تاوان رسېدلی دی.
اورلګيدنه تيره شپه ناوخته د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د دوسرکۍ په سيمه کي په يو تجارتي مارکيټ کې رامنځ ته سوې ده.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا وويل تر دې دمه د اور لګيدني علت لا په ډاګه سوی نه دى خو د اور وژنکي ډلي سيمي ته پروخت ورورسيدلي او اور يې تر خپل کنترول لاندي راوسته.
هغه وايې د اور د لګيدلو له امله شاوخوا دونيم ميلونه افغانۍ تاوان رسيدلی.
د سيمي اوسيدونکي وايې اور د لرګو په يو سراي کي ولګيدخو تراوسه يې علت لا نه دی څرګند سوی.
دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي د مخه د ننګرهار په زړه جلال اباد ښار کي د اور د لګيدلو له امله خلکو ته درانه مالي تاوانونه ور وا وښتل.
شمع احمدزی/ ننگرهار
کتونکی. زيارمل