ننګرهار کې یوه کس خپله مېرمن، مور او پلار وژلي دي
۱۳۹۷ فروردین ۲۰, دوشنبهد ننګرهار د والي سرپرست ویاند نوراحمد حبیبي دويچه ويله ته تاييد کړه چي پېښه د جلال اباد ښار د پنځمي ناحیې اړوند په عبدالحق مېنه کې شوې ده.
حبیبي وويل چې د دې پېښې عامل نورمحمد له اره د شیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پولیسو نیولی دی. هغه ويلي دي چي قاتل اعتراف کړی دی چې خپله مېرمن، مور او پلار یې وژلي دي.
نوراحمد حبیبي وايي، د قضیې په اړه د لا ډېرو مالوماتو له پاره له نیول شوي نورمحمد څخه پوښتني گروېږني روانې دي او دغه راز د پېښې په سیمه کې هم پلټنې پیل شوي دي.
د ننګرهار د ښځو چارو رئیسه انیسه عمراني هم دغه پيښه تائد کړې ده.
په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشري صبرینا حمیدي هم د پېښې د پخلي تر څنګ پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې د لا ښې څېړنې په موخه یې په سیمه کې څېړنې پیل کړي دي.
هغه وايي، دا ډول پېښې تر ډېره د کورني تاوتریخوالي له امله پېښېږي.
چارواکي وايي، امنیتي ادارې به دا قضیه په دقیق ډول له څېړلو وروسته د پېښې اصلي عامل د قانوني کړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
له دې وړاندي هم په ننګرهار کې دا ډول پېښې رامنځته شوي دي چې ډېري یې د کورني تاوتریخوالي له امله وي.