ننګرهار کې پر جنازې بريد مرګژوبله اړولې
۱۳۹۶ دی ۱۰, یکشنبهد ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د يوه پخواني ولسوال ولي ګل د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې چې له کبله يې ګڼ انسانان وژل شوي او نور ټپيان شوي دي. د رويټرز خبري اژانس په حواله لږ تر لږه شپږ انسانان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
عطا الله خوګياڼی، چې د ننګرهار د والي وياند دی، وويل چې چاودنه د هغو خلکو په منځ کې شوې ده چې د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی وو. د ولايتي شورا يوه غړي، ذبيح الله زمري، د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې د هغه د معلوماتو له مخې ۱۵ انسانان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د چاودنې د اصلي دليل په اړه لا څېړنې جريان لري. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې آيا چاودنه د يوه بريد په پايله کې رامنځ ته شوې يا دا چې بل علت يې درلود. د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کره شمېر هم لا نه دی معلوم شوی.
د آلمان ږغ د ځايي خبريال په وينا عطالله خوګياني ويلي چي چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کي پټ کړل سوي ول او دا چي دا يو ځانمرګی بريد نه ؤ.