1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: په بهسودو کې د کرهڼې د مدیریت ودانۍ جوړه شوه

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه

د ننگرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د کرهڼې د مدیریت د نوې ودانۍ د جوړیدو چارې بشپړې شوې. دغه ودانۍ د کرهڼې د وزارت په مالي مرسته جوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/15jcD
انځور: AP

د دغه ودانۍ د جوړیدو چارې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي. د ننگرهار ولایت د کرهڼې او مالدارۍ رئيس انجنير محمد حسين ساپي، دویچه ویله (المان غږ) ته وويل چې د دې ولسوالۍ د کرهڼې د مديريت نوې ودانۍ په يوه جريب ځمکه کې د وزارت له پرمختيايي بودجې جوړه شوې ده چې پرې ٢٢٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دئ:

«دغه ودانۍ اته اداري خونې، يو تالار، يو د روزنې مرکز، يو ګودام او د موټر له پاره د يوه تم ځای ترڅنګ څو تشنابونه هم لري.»

د کرهڼې رئيس وويل چې تر دې وړاندې دغه مديريت د ولسوالۍ د ودانۍ په چوکاټ کې فعاليت کاوه، چې د اړتياوو له پاره ئې بسنه نه کوله. د هغه په وینا د ياد مرکز په پرانيستلو به د بڼوالۍ، ترويج او مالدارۍ د څانګو کارونه پراخ او منظم شي.

ساپي په راتلونکو دوو مياشتو کې د دوو ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د بهسودو ولسوالۍ له پاره د درې سوه بابه شنو خونو جوړولو خبر هم ورکړ. د هغه په وینا بزګر به په دغه شنو خونو کې په ژمي او دوبي کې سابه او بوټي تر روزنې لاندې ونیسي.

بزګران هم د دغې ودانۍ په جوړیدو خوشحاله دي، ځکه چې په دغه ولسوالۍ کې د کرهڼې په برخه کې یو شمیر ستونزي موجودې وې.

دغه ودانۍ په داسې حال کې جوړیږي چې په دې ولسوالۍ کې اوس هم د چرګانو روزلو، شيدو راټولولو، اصلاح شوو تخمونو او بندونو جوړولو نزدې پنځه دیرش پروژې تر لاس لاندې دي چې ۹۰ سلنه چارې ئې بشپړې شوې دي.

پر دې سربیره په پام کې ده چې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت به له بهسود، کامې، سره رود او يو شمیر نورو ولسواليو څخه د شیدو د پروسس پروژې پيل شي.

شمع نظامی احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: سید ریاض