ننګرهار: د بشري حقونو د سيمه یيز دفتر ودانۍ جوړیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعهد چارواکو په وینا د یادې ودانۍ مالي لگښت د دولتي بودجې له خوا ورکول کیږي او په دوو پوړونو کې به د شلو خونو سربیره نورې اسانتياوې هم ولري.
دا په تیرو لسو کلونو کې لومړی وار دئ چې د مالیې د وزرات له خوا په مشرقي کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر د ودانۍ له پاره دومره بودجه ورکول کیږي.
په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشر رفيع الله بېدار، المان غږ ته وويل چې دغې غونډې ته د بشري حقونو مشره سیما ثمر هم راغلی وه. د بیدا په وینا د سیما ثمر د سفر بله موخه په ختیځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکول وو.
نوموړې وايي چې د یادې ودانۍ په جوړویدو سره به د زون په سطحه د نوموړي دفتر کارونه په سمه توگه پر مخ ولاړ شي.
په ننگرهار کې د شکیلا په نامه یوه میرمن چې د بشري حقونو فعاله ده، د دغسې پروژو په لاره اچول مثبت گام بولي. یوه بله فعاله رڼا هم ورته نظر لري او وایي چې د نوموړې ودانۍ په جوړویدو سره به په مخ کې پرتې یو شمیر ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې دغې ادارې خپله ودانۍ نه لرله او دا مهال هم په کرایي کور کې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.
شمع احمد زی/ ننگرهار
کتونکی: سید ریاض