نظري: نړيوالو پوليسو د فطرت د نيولو ژمنه کړې
۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبهد افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدير فطرت د جون پر ۲۶مه له افغانستان څخه پښي سپکي کړې او له امريکا څخه يي خپله استعفا اعلام کړه.
اوس فطرت ته داسي دوسيه جوړه سوې، چي ګواکي د کابل بانک په مالي کړکيچ کي مخامخ ښکيل وو او د ملک کمزوری اقتصاد يې سبوتاژ کړی دی.
ښاغلي فطرت اوس په امريکا کي دی او وايي ژوند ته يي د ورپيښ ګواښ له ويري له دندي استعفا ورکړي ده.
د افغانستان لويي څارنوالۍ پر عبدالقدير فطرت د کابل بانک په مالي کړکيچ کي د ښکيلتيا تور لګولی او د انټرپول پوليسو څخه يې غوښتي چي هغه ورته لاس تړلی کابل ته راولي.
که له يوه لوري فطرت د خپلي تيښتي علت له کابل بانک څخه د لوټ شويو پيسو د لوټمارانو له لوري خپل ژوند ته ګواښ مخامخ کيدل په ګوتو کوي خو د افغانستان لويه څارنوالي وايي ښاغلي فطرت له قانوني او عدلي تعقيب نه د تيښتي په هڅه کي هيواد پريښی او دوي د امريکا له سفارت او انټرپول دواړو نه د هغه د نيولو او بيرته ستنولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د لوي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري پخپله په کابل کي د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل چي انټرپول پوليسو ورته په تازګۍ دغه ژمنه ورکړي چي د امريکا د ګرين کارد درلودونکي دغه فراري افغان به ورته نيسي او لاس تړلي به يي دوی ته سپاري.
« انټرپول پوليسو زموږ څخه د عبدالقدير فطرت د نيولو قرار غوښتی وو، هغه مو هم ورته وسپارل، ټول حقوقي مراحل يې بشپړ سوي او انټر پول پوليسو د هغه د نيولو ژمنه کړې نو په تمه يو چي څه وخت به موږ ته سپارل کيږي».
که له يوي خوا د کابل حکومت د خپل مرکزي بانک د پخواني مشر عبدالقدير فطرت د بيا نيولو او د هغه د محاکمي لپاره تابيا نيسي خو له بل لوري ليدل کيږي چي د افغانستان او امريکا د دولت تر منځ داسي تړون نه سته چي له مخي يي مجرمين يوه او بل لوري ته وسپاري.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل