1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نریندرا مودي: افغانستان د هندوستان ښه گاونډی دی

۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبه

د هندوستان د ۷۳ خپلواکۍ په مناسبت نریندرا مودي پر پاکستان سخت انتقاد وکړ او د هند د دریو وسلوالو ځواکونو له پاره یې د لومړي ځل له پاره د یوه مشر اعلان وکړ. مودي همدا راز وویل چې افغانستان د هند ښه ګاوڼدی دی.

https://p.dw.com/p/3NxF4
Indien Neu Delhi | Indien feiert 73. Unabhängigkeitstag
انځور: Reuters/A. Abidi

نن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نیټه) د هندوستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسب یوې جوړې شوې سترې غونډې ته په خپله وینا کې لومړي وزیر نریندرا مودي پر پاکستان د سخت انتقاد ترڅنګ افغانستان د هند یو ښه ګاونډی هیواد بللی دی او افغانانو ته یې د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت مبارکي ورکړه. مودي د خپلې اوږدې وینا په ترڅ کې وویل: «افغانستان د هندوستان ښه ملګری دی او زه دغه هیواد ته د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې مبارکي وایم.»

د هندي لومړي وزیر په خپله وینا کې هر ډول ترهګري وغندله او د روان کال په اپریل میاشت کې یې په سریلانکا کې د عیسویان د اختر پرمهال خونړي بمي چاودونو ته هم اشاره وکړه. د سریلانکا په دغو بریدونو کې له ۲۵۰ ډیر کسان وژل شوي وو.

نریندرا مودي پاکستان ته په اشارې سره وویل: «هندوستان په جدي توګه له هغو [هیوادونو] سره مبارزه کوي چې ترهګري خپروي. د نړۍ په هره برخه کې ترهګري د بشریت پر ضد جګړه ده او له دې کبله باید ټول بشري ځواکونه لاسونه سره یو کړي او د هغو [هیوادونو] اصلي څیرې بربنډې کړي چې ترهګر پالي، ترهګرۍ ته وده ورکوي او نورو هیوادونو ته یې صادروي.»

Indien Neu Delhi | Indien feiert 73. Unabhängigkeitstag
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma

مودي په غیر مستقیمه توګه پر پاکستان لفظي برید وکړ او ویې ویل: «هغوی چې ترهګري پالي او د ترهګرۍ ملاتړ کوي، باید په بشپړه توګه برملا شي.»

مودي په داسې مهال کې دغه څرګندوې وکړې، چې څه موده وړاندې یې د هندوستان تر ولکې لاندې له کشمیر څخه د نیمه خپلواکۍ موقف بیرته واخیست. د هندوستان تر دغه اقدام وروسته، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې مخابراتي خدمتونه ځنډول شوي او عادي ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی. پاکستان د هند دغه اقدام په کلکه غندلی او ان د کشمیر د وضعیت په هکله یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

د افغانستان او ترهګرۍ په هکله د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي په خپله وینا کې همدا راز وویل چې «بنګله دیش، افغانستان او سریلانکا هم د ترهګرۍ له کبله اغیزمن شوي دي.» نوموړي زیاته کړه چې د نړۍ ټول هیوادونه باید سره یوځای شي ترڅو د دغه ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي.

افغانستان دا ځل د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د خپلواکۍ جشن په پراخه توګه لمانځي. دغه جشن په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې افغانستان د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې له جګړو او ناکراریو کړیږي. په ورته وخت کې، امریکا متحده ایالات او طالبان د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای له پاره په خبرو هم بوخت دي.

زموږ له آرشیف څخه: