1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نجیب حق پرست؛ له ځانه را ټوکېدلی سندرغاړی

۱۳۹۱ مرداد ۳۰, دوشنبه

د ږغ او آواز دغه نوی لاروی، چې اوس ئې د ږغ د شپېلۍ مینه وال په کور دننه او هم دباندي ښه ډېر شوي دي، د تحصیلي مسلک له مخې یو لابراتواریست دئ، او د المان د هامبورګ په ښار کې کار او ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/15qsG
انځور: Najib Haqparast

نجیب حق پرست د څلوېښتو کالو دئ. زوکړه ئې په کندهار کې شوې ده، خو درې کلن وو، چې کورنۍ ئې کابل ته گډې کړې وه او کوچنی نجیب ددغه زاړه او له پېښو ډک ښار د ګوزرګاه او دریېمې کارتې په سیمو کې په ښوونځي کې شامل شو.

ووینئ: د نجیب حق پرست او شهزاد عدیل په اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ.

تر دې وروسته د کتاب پر پاڼو د چاپ شویو توریو، کلمې، جملې، عبارتونه، تعریفونه، معادلې...په حافظه کې ضبطول د ماشوم نجیب له پاره لوی او سخت کارشو؛ خو له دې سره سره ئې د تنکي بدن د سور او تال پټه نغمه په ځان کې راپورته کېدله، ترڅو د المان په شان ولسواکه ټولني ته ولاړ، چې اوس ئې موږ د ډېرو نورو په شان د غږ په شرابو، خپلو پیکه او ویدو حواسو، عواطفو، ذهن او روان ته نوې ساه او خوځښت ورکوو.

نجیب حق پرست له کوم استاد څخه موسیقي نه ده زده کړې.
نجیب حق پرست له کوم استاد څخه موسیقي نه ده زده کړې.انځور: Najib Haqparast

هغه د موسیقۍ په ډګر کي یو داسي اماتور دئ، چې حسي او دروني شوق ئې پرته له استاده، د غږ دوتار وګرځاوه.

ګلبدن، ګلبدن، ګلبدن مې یار دئ ګلبدن...د نجیب حق پرست لومړۍ سندره ده. ددغي سندري کمپوز استاذ ګلزمان جوړ کړی دئ. هغه په پښتو او فاړسي سندرې وایي او غږ ئې داسي عطر او وږمې د اورېدونکي پر حواسو پرېږدي، چې اصلاً د ژبې پوله مري او هماغسې، چې شپېلۍ او اکاردیون نه عبراني او نه هسپانوي دي، دده د غږ خوند هم داسي دئ.

واورئ: د نجیب حق پرست «ای زما یاره» سندره دلته واورئ.

د هغه په خبره ښه سندره هغه ده، چې کمپوز ئې لومړی بل چا ويلی وي، ځکه دغه سندره بیا شهرت ته رسېږي. «موسیقي مې په لومړي سر کې يو شوق وو؛ خو وروسته ددې موسیقۍ لمن داسي پراخه سوه، چي د وطن خلکو مي وغوښتل، چې سندري مي واوري، ځکه مې نو پرېکړه وکړه، چي لوست وکړم، د موسیقۍ په سور او تال ځان خبر کړم، راګونه زده کړم او تر هغه وروسته مي سندره وويله.»

نجیب حق پرست نېږدې دېرش کلونه کېږي، چې په اروپا کې دئ، په المان کې اوسي، هلته ئې زده کړي کړي دي، او اوس هم هلته کار کوي.

د ماشوم له پاره ټول ږغونه موزیکال دي

نجیب حق پرست، له کوچینوالي څخه له موسیقۍ سره مینه لري. څوک پوهېږي، چې نوي او تازه ماشوم ته ددغې دنیا غږونه څه شی ښکاري. هلته غږ هېڅ مفهوم او هېڅ پېغام له ځان سره نه لري. ماشوم دغه غږونه څه ډول مني؛ د علم سترګۍ هلته کار نه کوي، نو موږ به هم له حق پرست سره ومنو، چې په رښتیا هم په کوچینوالي کي، پر موسیقۍ میېن وو.

هغه په دې اند او باور دئ، چې که په موسیقي کې کومه پوښتنه وي، نو د انترنت په جادوګره صندوقچه کې ئې پلټي. ځکه نو له معلمه هم بېغمه دئ. هغه خپله موسیقي، خپله شخصي لټه ګڼي او له دغه بنسټه موسیقي پنځوي او لا هم لګیا دئ او خپل دننه تالنده او برېښنا د ساز او ریتم جوړولو فزیکي الو ته ور اچوي، او له خپلو نا وېلو څخه کلالي کوي او د غږ او ریتم نوي ډک ډک کنډولي، منګوټي، سرایي ګاني او منګي د موسیقۍ مینه ګرو ته وړاندي کوي.

حق پرست: زما له پاره ټول غږونه موسیقي ده
حق پرست: زما له پاره ټول غږونه موسیقي دهانځور: Najib Haqparast

د نجیب حق پرست، پته او ادرس هامبورګ دئ؛ خو هغه په ننۍ پرمختللې اروپا کي اوسي، ژوند او کار کوي، موسیقي پنځوي، موسیقي وړاندې کوي؛ خو وایي چې د سفر کولو وخت یې نشته، کال کې یوازې ۲۵ ورځې رخصتۍ لري، چې په وروستۍ یوه کې هندوستان ته تللی وو.

هغه په هندوستان کې دوه کنسرتونه ورکړل؛ خو چې راډیوګانو ورته د تړونونو وړاندیز وکړ، ده ونه منله؛ ځکه چې ریښه او د چا خبره اب و دانه ئې په المان کې دي. داسې لکه هر بل وګړي ته چې د مځکې یوه یوه ګوښه د اب و دانې اتکړۍ او ځنځیرونه ګرځېدلي!!!

واورئ: د نجیب حق پرست «پرون نه معلومیدې» سندره دلته واورئ.

هغه تر دې دمه تر اتياوو ډيري سندرې د خپل غږ مینه والو ته وړاندې کړي دي. چې په دې توګه ئې دوه البومونه بشپړ کړي دي او پر دریېم باندي کار کوي. هغه د افغانستان د ټولو هنروالو درناوی لري. د هغه په باور که استاذ اولمیر وو، که احمدظاهر، که استاذ سرآهنګ او که ننی فرهاد دریا دئ؛ نو هر یو ئې د خپل وخت ستوری دئ.

د حق پرست له پاره ژوند یوه خاطره ده. خو «د نن ورځې خوږه خاطره مي داده، چې له خپلو هېوادوالو سره د اختر په اړه خبري کوم.»

نه هيرېدونکې خاطره

نجیب حق پرست کیسه کوي، چې یو مهال ئې کنسرت ورکاوه، یوې پېغلي پرې را غږ کړ، «نجیب یک دفعه نه خوانيد...» نجیب پوه نه شو، چې هغه پېغله څه غواړي او څه وایي؟ هغه نه شوای کولای په سوو نور ناست خلک له پامه وغورځوي او له سندرو وېلو ډډه وکړي.

هغه چې بیا په کیبورد هنروالي ګوتې کښېکښې؛ نو پېغلې بیا ور غږ کړل: «کاکا نجیب صدای مرا میشنوي؟؟؟»

هغه ځواب ورکوي: «بلې چه ګپ است...آیا من آهنګ نخوانم!؟ پس من باید اینجا چه کار بکنم!؟»
 
پېغلي ځواب ورکړ: «نې، من یک بار تشناب مېروم، آهنګ از مه تېر نشود!» د هنر د مینه والو له دې احساس سره نجیب حق پرست ډېر متاثر شو. نجیب حق پرست وایي، چې دا زما تر ټولو غوره خاطره ده.

هغه له لوی خدای څخه غواړي، چې هېواد ئې، د جګړې او نا امنیو له اورونو او تیارو څخه خلاص شي او هغه د خپل ساز او آواز په ګامونو سره، ددې عشق او مهربانۍ ته تږي خاوري په ګوښه ګوښه کې، له خپلو همزولو او مشرانو سره، ددې هېواد له ماشومانو او نویو زلمو سره د ساز او آواز په ګامونو د مینې او ورورۍ په کاروان کې مزل وکړي.

نور انځورونه: د شفیق مورید په اړه د انځورونو البوم دلته ووینئ، په المان کې د افغان هنرمندانو د کنسرت په اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ.

سمندر وفا سمندر
کتونکی/ نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب