نتانیاهو غواړي د اردن سيند د لوېديځي غاړي نورې برخې هم ونیسي
۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبهد اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د سه شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې به د اردن سیند د لویدیځې غاړي لا ډیري سیمې ونیسي. هغه په یوې تلویزیوني وینا کې روښانه کړه: «زه نن خپل نیت اعلانوم چې د نوي حکومت تر جوړولو وروسته، به د اسرائیلو ځمکنی حاکمیت د اردن په دره او شمالي مړه سیند کې پلي کړم.»
نتانیاهو دا هم وویل چې په ټاکنو کې د بریا په صورت کې به همدازار د اردن سیند په لوېديځه غاړه کې نورې اسرائیلي ودانۍ هم جوړې کړي. خو د اسرائیلو لومړي وزیر ټینګار وکړ چې دغه کار به یوازي د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ، سره تر مشورو وروسته وکړي. تمه کیږي چې ترمپ ډیر ژر د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د شخړې د حل له پاره خپل پلان اعلان کړي.
نتانیاهو په خپلو خبرو کې روښانه نه کړه چې د اردن درې له فلسطیني اوسیدونکو سره به څه کوي. په اسرائیلو کې د سپتمبر پر۱۷مه نیټه ټاکنې کیږي، نو له دې کبله نتانیاهو هڅه کوي چې د ښی اړخو او مذهبي ملتپالو ملاتړ ترلاسه کړي.
تمه کیږي چې په دغو ټاکنو کې به د نتانیاهو د ښی اړخي «ليکود» ګوند او د مرکزي «شین او سپین» ګوند تر منځ ډیره نزدې سیالي وشي. د دې ګوند مشري د پوځ پخوانی مشر بیني کنتز پر غاړه لري.
د اسرائیلو را روانې ټاکنې ځکه ترسره کیږي چې نتانیاهو د یوه ایتلاف په جوړولو کې پاته راغی.
«د سولې د چانسونو له منځه وړل»
که نتانیاهو ټاکنې وګټي او خپل دغه پلان د عمل په ډګر کې پیاده کړي، نو دا کار به د دوو جلا هیوادونو د رامنځ ته کولو له لاري د فلسطین او اسرائیلو د شخړې د پای ته رسولو ټولې هیلې له منځه یوسي.
د عربي هیوادونو لیګ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د نتانیاهو دغه اعلان د اسرائیلو له خوا یو نوی یرغل بولي چې د نړیوالو قوانین خلاف دی.
د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي: «لیګ دغه څرګندونې د سولې په بهیر کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولې چې ټول بنسټونه به یې له منځه یوسي.»
د اردن د بهرنیو چارو وزیر پر خپل تویتر پاڼه باندې لیکلي دي چې د ټاکنیزو اهدافو له پاره د سولې د ټولو چانسونو له منځه وړل یو غیر مسوولانه او خطرناکه کار دی.
د فلسطین لومړي وزیر هم ویلي دي چې د فلسطین خاوره د نتانیاهو د ټاکنیز پلان برخه نه ده.
د اردن دره د اردن سیند د لویدیځي غاړي یو پر دریمه برخه ده چې ۲۴۰۰ کیلومتره مربع مساعت لري.
ms/nz (AFP, AP, dpa, Reuters)