1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کي ۱۵۰۰۰ سرتيري پريږدي

۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبه

په اروپا کي د ناټو ځواکونو لوی درستيز وايي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کي د ناټو ۱۴۰۰۰ سرتيري ميشت وي. د پلان له مخي بايد د ياد کال ترپایه ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.

https://p.dw.com/p/13SMy
په افغانستان کي ناټو ځواکونه
په افغانستان کي ناټو ځواکونهانځور: AP

د ناټو الماني قوماندان، جنرال منفريد لنګ، ويلي، هغه باور لري چي له افغانستان څخه به د ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ د پلان سره سم پرمخ ولاړه شي.

د ناټو غړي هيوادونه اوس پردې باندي خبري کوي، چي د ۲۰۱۴ کال وروسته څومره سرتيري په افغانستان کي پريږدي.

جنرال منفريد لنګ په بلجيم کي ژورناليستانو ته ويلي دي، چي هغه فکر کوي تر۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ۱۵۰۰۰ سرتيري پاته شي.

اوس مهال په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ۱۳۰۰۰۰سرتيري ميشت دي چي په دغه هيواد کي د طالبانو او القاعدې په وړاندي عمليات تر سره کوي. جنرال لنګ وايي چي د ناټو اصلي هدف دا دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د طالبانو سره جګړه پر مخ نه بيايي.

دغه آلمانی جنرال ټينګار کوي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ناټو ځواکونه په افغانستان کي افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه ورکړي، روغتيايي خدمتونو به عرضه کوي او د هغه څه څخه به دفاع کوي، چي ناټو يې تر دغه کال وروسته په افغانستان کي پريږدي.

د ناټو يو شمير هيوادونو وختي لا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل کړی دئ، چي په دې کي تر ټولو وړاندي متحده ايالات راځي. دغه هيواد له افغانستان څخه په روان کال کي ۱۰۰۰۰ سرتيري و ايستل او د را روان کال تر مني پوري به۲۳۰۰۰ نور سرتيري هم وباسي.

خو د افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو ورسته يو شمېر هيوادونه، لکه امريکا، انگلستان او اروپايي ټولنه غواړي چي له دغه هيواد سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي. په دې ډله کي تر اوسه امريکا لاسليک کړی او ناټو يې په لټه کي ده.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل